Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ بورډ د اوزبېکستان د کرکټ له فدراسیون سره د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ او د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون مسوولینو ترمنځ د کرکټ برخه کې د همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه تړون له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ، د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون ته د کرکټ د هر اړخیزې ودې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه ویلي، په دغو مرستو او همکاریو کې به روزنیز کورسونه، د لوبڅارانو روزنه، د بدني پیاوړتیا او فزیکي تکړښت روزنه، دغه‌راز د فزیوتراپي پروګرامونه، د ویډیویي شننې (ویډیو انالییز) روزنه، د استعدادونو لټون او موندنه، تخنیکي ورکشاپونه او د مجربو افغان روزونکو په مشرۍ روزنیز کمپونه شامل وي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه‌راز به د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړۍوالې شورا د روزونکو په روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون لپاره له اوزبېکستاني روزونکو سره مرسته وکړي او هم به اوزبېک لوبغاړو ته په کابل کې د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز کې د تمریناتو او روزنې فرصتونه برابر کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه‌راز به افغان ابدالیان، له نولس کلنو کم‌عمره ملي لوبډله او د کورني کرکټ مخکښې لوبډلې به په اوزبېکستان کې د کوربه فدراسیون له لوري په تنظیم شوو دوه اړخیزو سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ لیکلي چې د اوزبېکستان په څېر د کرکټ د نوو مخ پر وده هېوادونو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا څرګندوي او چمتو دی له نورو هغو هېوادونو سره هم خپلې همکارۍ او تجربې شریکې کړي چې د دې لوبې د ودې غوښتونکي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.