Language

اروزګان کې د یوې مرمۍ چاودنې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ترینکوټ (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د اروزګان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اروزګان ‎د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار د چارچینو ولسوالۍ په شیخ‌علي سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د یادو کسانو عمرونه له ۱۵ تر ۱۸ کلونو و او د یوې مرمۍ له موندلو وروسته یې پر هغې لوبې کولې چې پرې چاودلې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، له پیښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او تر څېړونو وروسته معلومه شوې چې یاده مرمۍ له تېرو وختونو راهیسې په سیمه کې پاتې وه.