کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): په کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د مخهښې په لیدنه کې ویلي، له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او له افغانانو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال، دوکتور محمد نعیم په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره مخهښې لیدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پیاوړتیا، متقابل تفاهم او د هر اړخيزو همکاریو په پراختیا بحث وشو.
دوکتور محمدنعیم د جنک اونال د ماموریت پر مهال، د نوموړي له ښې همغږۍ او مثبت رول څخه مننه کړې او د افغانستان او ترکیې ترمنځ يې تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړيکې ژورې بللي او د راتلونکي لپاره يې د لاپراخو همکاریو هیله څرګنده کړې.
جنک اونال هم ویلي، هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او له افغانانو سره د هر ډول ملاتړ او همکارۍ لپاره ژمن دی.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په پای کې دواړو لورو د اړيکو او متقابلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP