Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ د دایمیرداد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): په میدان‌وردګو کې د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ چې دوه اونۍ مخکې د دغه ولایت د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د دایمیرداد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګو د کرکټ امر محمدناصر امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یادو سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی و او پایلوبه د دایمیرداد او میدان‌ښار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

هغه زیاته کړه چې د دې لوبې پچه د دایمیرداد لوبډلې وګټله او د میدان‌ښار لوبډلې ته یې د پوپ‌وهنې بلنه ورکړه.

دی وایي، د میدان‌ښار لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې جوړې کړې او دایمیرداد لوبډلې یاد هدف په ۱۸ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

هغه زیاته کړه چې یادې سیالۍ دوه اونۍ وړاندې پیل شوې وې.

بلخوا، د کرکټ لوبغاړي د دې ډول سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي او غوښتنه کوي چې ورته سیالۍ باید لا پراخې شي.

د یادو سیالیو یوه لوبغاړي محمدعظیم پژواک ته وویل چې د داسې سیالیو له لارې له یوې خوا د خلکو او ځوانانو پام ورزش ته اوړي او له بلې خوا ځوان استعدادونه په نښه کېږي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د لوبغالو او ورزشي امکاناتو برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.