محمودراقي (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د کاپیسا سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کوهبند، د کوهستان په دویمه حصه او نجراب ولسوالیو کې د ۷۲ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۸ پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریمالله وثیق وايي چې په دغو پروژو کې د ویالو پاکول، د سواحلو او بندونو تحکیم او د اوبو د زېرمو بیا رغونه شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت په تګاب، نجراب او الهسای ولسوالیو کې د سړکونو جوړولو په ګډون د ۸۲۹ میلیون او ۱۸۶ زره افغانیو په ارزښت د ۵۰ نورو پروژو کار روان دی او د پلي کېدو په حال کې دي.
هغه زیاتوي چې د دغو پروژو د تطبیق په لړ کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کوهبند ولسوالۍ د شاهمحمد خېل کلي اوسېدونکي میرویس پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ د کلي د اوبو زېرمه د وخت په تېریدو سره زیانمنه شوې وه او د کارولو وړ نه وه. اوس بیرته ورغول شوه او خلک خوشحاله دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کاپیسا سیمهییز مسوولین وايي چې د باغدرې د اوبو برېښنا بند جوړول او د نساجۍ فابریکې بیارغونه له هغو زېربنايي او پراختیایي پروژو دي چې په کاپیسا ولایت کې پلې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP