غزنيښار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل ـ کندهار پر لویه لار، د باران کلا سیمه کې د یوه باروړونکي او مسافروړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ دغهراز لیکلي چې دویمه پېښه هم د قرهباغ ولسوالۍ په مشکي سیمه کې د کابل – کندهار په عمومي سړک شوې او یو کس موټر وهلی او مړ شوی دی.
سرچینې ویلي چې د یاد کس له وهلو وروسته موټر هم چپه شوی او چلوونکی یې ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP