هرات (پژواک، ١١ لېندۍ ١٤٠٤): د هرات سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز هرات ښار په درېیمه او څلورمه ناحیو کې د څه باندې لس میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
د هرات د ښاروالۍ ویاند محمدناصر ارمل په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې د هرات ښار د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د بکراباد له دویمې فلکې تر بهارستانه د سړک پخولو کار نن پیل شو.
هغه زیاته کړه چې دغه سړک ۷۲۰ متره اوږدوالی او ۱۰.۵ متره سور لري او په اوږدو کې یې ویالې او پلچکونه هم جوړېږي.
د ارمل په خبره، د دې پروژې ټول لګښت ۱۰.۵ میلیون افغانۍ دی او د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې تمویلېږي.
ځايي اوسېدونکي هم د دې پروژې پر پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې د دوی د تګراتګ ستونزې حل او ډېری اسانتیاوې به ورته برابرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP