پلعلم (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): لوګر کې د افغاني سرې میاشتې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ له شاوخوا ۱۳ سوه راستنو شوو کډوالو سره نغدي مرسته وشوه.
لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ريیس مولوي میرهاشم حزبالله وویل چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې له شاوخوا ۱۳ سوه راستنو شوو کډوالو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه چې یادې ادارې ټولې ۱۹.۵میلیونه افغانۍ مرسته کړې وه چې هرې کورنۍ ته د هغو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱۵ زره افغانۍ ووېشل شوې.
د نوموړي په خبره، هڅې روانې دي څو پاتې کسانو او همدارنګه تازه راستنو شوو ته هم دغه لړۍ په دوامداره توګه وغځول شي.
ورته مهال، د سوېلختیځ زون د سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي سید منهاجالدین هاشمي وویل چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې دا ټولنه د راستنو شوو کډوالو لپاره په زون کې ځانګړي او پراخ پروګرامونه لري او د نن ورځې مرسته د همدغو پروګرامونو یوه عملي بېلګه ده.
هاشمي ټینګار وکړ چې بېرته راستانه شوي کډوال د مرستو وړ دي او اړتیا ده چې د حکومتي ادارو ترڅنګ نړۍوال بنسټونه هم ورسره هر اړخیزې مرستې وکړي.
بلخوا، یو شمېر کسان چې تازه له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي، له ورسره شوې مرستې خوښي څرګندوي، خو ټینګار کوي چې دغه مرستې دې دوامداره شي، څو خپلې بنسټیزې ستونزې حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP