Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال: له تاجکستان سره پوله کې پر چیني وکړو د بریدونو په اړه څېرنه کېږي

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د چين له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د تاجکستان پر پوله د چیني وګړو وژل کېدو په تړاو پلټنې روانې دي او دغه بریدونه د هغو دښمنانو کار دی چې د هېوادونو ترمنځ بې‌باوري رامنځته کول غواړي.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله په دوو بریدونو کې پنځه چیني وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په راپورونو کې راغلي چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت له چيني وګړو غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمې پرېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضيا‌ءاحمد تکل نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمدنعیم په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره وکتل.

هغه لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې او د افغان ‌ـ چین اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

تکل زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال له تاجکستان سره پر پوله د وروستۍ پېښې په اړه چې په‌کې چيني اتباع وژل شوي، خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې تړاو پلټنې روانې دي او دغه برید يې د هغو دښمنانو عمل بللی چې د هېوادونو ترمنځ بې‌اعتمادي رامنځته کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند لیکلي چې د چین سفیر د پېښې په اړه د جدي اقداماتو له امله د اسلامي امارت د هڅو او دریځ له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې پېښې عاملين غواړي د چين او افغانستان اړيکې خرابې کړي.

هغه لیکلي چې د دې ليدنې په پای کې دواړو لورو د دوامدارو همکاریو او ښو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.