قلعهنو (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): بادغیس کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او سنګاتش ولسوالۍ کې د پستې ځنګلونو د وهلو او نشهيي توکو د قاچاق په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «نن سهار د دغه ولایت د شنې قطعې ځواکونو د سنګاتش ولسوالۍ په جعفریا سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې کسان د پستې ځنګلونو پرې کولو په تور نیولي دي.»
هغه زیاتوي چې د دغو کسانو دوسیه د قانوني اجرااتو لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې ده.
هغه وویل: «دغه اقدام په بادغیس ولایت کې د طبیعي سرچینو د ساتنې او د ځنګلونو وهلو د مخنیوي لپاره د امنیتي بنسټونو د هڅو یوه برخه ده.»
د هغه په خبره، څه موده مخکې هم د بادغيس د شنې قطعې ځواکونو د دغه ولايت په بالامرغاب او ابکمري ولسواليو کې اووه کسان د ځنګلونو د وهلو په تور نيولي وو.
بلخوا، د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو پرون مازدیګر د مرکز قلعهنو ښار په څلورمه ناحیه کې په یو لړ تعقیبي عملیاتو کې یو کس له یوه اندازه نشهيي توکو سره نیولی دی.
سرچینې لیکلي چې د تورن کس قضیه د نورو څېړنو او قانوني رسېدنې لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شوه.
خبرپاڼې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP