Language

څلور اوزبېکستاني لوبغاړي د «اوپن بډمنټون» سیالیو کې د ګډون په موخه کابل ته راغلي

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس وايي چې څلور اوزبېکستاني لوبغاړي د «اوپن بډمنټون» سيالیو کې د ګډون په موخه کابل ته رارسېدلي دي.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «افغانستان د بهرنیو لوبډلو کوربه! د «اوپن بډمنټون» ټورنمنټ کې د ګډون په موخه د اوزبېکستان څلور لوبغاړي کابل ته راورسېدل.»

یاد لوبغاړي تېره ورځ کابل ته راغلي دي.

وثیق زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ د افغانستان «اوپن بډمنټون» ټورنمنټ به د افغان، ايراني، اوزبېکستاني او سوريايي لوبغاړو په ګډون د روانې لېندۍ مياشتې پر ۱۳مه په کابل کې پيل او د همدې مياشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سيالۍ به د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې ترسره شي.