Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۶ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وایي چې په تېره لړم میاشت کې د هېواد له ځینو ګمرکونو ۱۶ ټانګره بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځول شوي دي.

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت ‎د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست چي د ټاکل شوو معیارونو له مخي هېواد ته د را واردېدونکو نفتي توکو کیفیت معلوموي، د روان ۱۴۰۴ کال د لړم په میاشت کې یې د هېواد له یو شمېر ګمرکونو ۱۶ ټانکره وارد شوي بې‌کیفیته نفتي توکي بېرته مسترد کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو تېلو ټولیز وزن ۴۸۰ ټنه و.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه نفتي توکي درې ټانکره ډېزل، څلور ټانکره اوبلن ګاز او یو ټانکر روغنیات د نیمروز، څلور ټانکره ډېزل د حیرتان او څلور ټانکره پټرول د شېرخان له بندرونو مسترد شوي دي.

د یادوني ده، د مالیې وزارت له لوري هېواد ته د راواردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معلومولو په موخه په اړوندو ګمرکونو کي مسلکي او تخنیکي ټیمونه ټاکل شوي، معیاري لابراتوارونه جوړ شوي چې د تشخیص له پرمختللو دستګاوو په‌کې کار اخیستل کېږي؛ څو هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو را واردېدو ته زمینه برابره او د بې‌کیفته نفتي توکو راواردېدو مخه ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.