کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸۳ زره معلولیتلرونکي وګړي ورسره ثبت دي او له ټولو سره میاشتنۍ نغدي او نورې مرستې کوي.
د افغانستان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نن د معلولیتلرونکو وګړو نړۍوالې ورځې (د ډسمبر درېیمه) په مناسب خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې په ټول هېواد کې یې ۱۸۳۰۹۲ معلولیتلرونکي وګړي ثبت او راجسټر کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې یادو کسانو ته میاشتني نغدي مساعدتونه د بانکي سیسټم له لارې په منظم ډول ورکول کېږي او له هغوی سره د اړتیا په صورت کې وخت په وخت اضافي نغدي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو، ویلچرونو او نورې مرستې شوې دي.
یاد وزارت لیکلي: «د افغانستان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبري د هېواد ټولو معلولیتلرونکو وګړو ته د درناوي مراتب وړاندې کوي، په ځانګړي توګه هغو معلولينو ته چې د اعلاء کلمةالله او د هېواد د سوکالۍ او خپلواکۍ په لاره کې یې د خپل وجود برخې قرباني کړې دي.»
په اعلامیه کې راغلي چې دغه وزارت «د دغه ارزښتمن قشر» د ژوند د ښهوالي لپاره خپله ژمنه بیا تکراروي او د هغوی لپاره په ژوند کې د لازمو اسانتياوو برابرول له خپلو مهمو مسوولیتونو ګڼي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP