Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رییس‌الوزراء په کابل کې د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د اسلامي امارت رییس‌الوزراء، د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي باورلیک ومانه او د قطر نوي سفیر ویلي چې د دواړو هېوادونو د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د قطر نوي سفیر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، هېواد یې د اسلامي امارت او افغان ولس نېکمرغي او پرمختګ غواړي.

هغه ویلي: «دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم او ژمنه کوم چې د قطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره به دوامدارې هڅې وکړم.»

د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت ريیس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند هم هیله څرګنده کړې چې د قطر د نوي سفیر معرفي کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجوده ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پیاوتیا ذریعه شي.

هغه ویلي: «قطر په ډېرو سختیو کې له موږ سره همکاري کړې چې مننه یې کوو. الله تعالی دې وکړي چې زموږ په اړیکو او همکاریو کې لا ښه‌والی او پرمختګ راشي.»

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په دې غونډه کې د قطر نوي سفیر ‎ته د لازمې همکارۍ د ډاډ ترڅنګ په خپل دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.