کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د افغانستان او اوزبېکستان متشبثینو د دواړو هېوادونو د حکومتي مسوولینو په حضور کې د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو برخه کې څو تړونونه لاسلیک کړل.
د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د اوزبېکستان د کرنې وزارت د مرستیال جمشېد عبدوذوکرف په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکټور او دولتي چارواکو یوه پلاوي افغانستان ته سفر کړی و چې د خپلو کاري غونډو په پای کې یې د کرنې برخې له افغان متشبثینو او خصوصي سکټور سره څو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړونونه د دواړو هېوادونو د حکومتي مسوولینو په حضور کې لاسلیک شول او موخه یې د سبزیجاتو، غوښې او نورو خوراکي محصولاتو د صادراتو او وارداتو برخه کې د همکارۍ پراختیا ده.
سرچینه وايي چې د دغو تړونونو د ګټو پر بنسټ، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې په پراخه کچه به خپلو سوداګریزو همکاریو ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو له اصولو او مقرراتو سره سم به د صادراتي او وارداتي محصولاتو د لېږد رالېږد او ترلاسه کولو بهیر پیاوړې کړي.
سرچینې لیکلی چې د کرنې وزارت په دې وروستیو کې له دولتي او خصوصي مسلخونو بهر ته په ازمایښتي ډول د څارویو د غوښې صادراتو ته اجازه ورکړې؛ هغه چاره چې د څارویو د سکټور برخه کې به د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
سرچینه وايي چې یاد تړونونه د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراتیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د لا زیاتو فرصتونو رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP