Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستان سره پر سرحدي سیمو د څار په تړاو د تاجکستان او روسیې خبرې

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): رویټرز راپور ورکړی چې تاجکستان له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د ګډ څار په اړه له روسیې او د ټولیز امنیت تړون له سازمان سره خبرې روانې کړې دي.

د یاد راپور له مخې، په وروستۍ یوه اونۍ کې له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله پنځه چیني وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. چین له خپلو وګړو چې د کانونو کیندنې او سوداګریزو فعالیتونو برخو کې پولې ته نږدې کار کوي، غوښتې څو ژر تر ژره له سیمې ووځي.

د تاجکستان د امنیت شورا یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د دغه هېواد چارواکي له روسیې سره د پولې په اوږدو کې د ګډې ګزمې لپاره په تاجکستان کې د مسکو له پوځي اډې د ځواکونو د لېږلو د احتمال په اړه خبرې کړې دي.

یادې سرچینې ویلي: «اوس مهال د خبرو په حال کې یو؛ فکر کوم دا اونۍ به پرېکړه وشي.»

د تاجکستان د ملي امنیت په دولتي کمېټه کې دوو نورو سرچینو هم تایید کړې چې که مذاکرات بریالي مخ ته ولاړ شي، روسیه به د چورلکو په وسیله د تاجکستان او افغانستان د ۱۳۴۴ کیلومتره غرنۍ پولې په اوږدو کې د ګډې ګزمې برخه کې همکاري وکړي.

د روسیې او تاجکستان دفاع وزارتونو د یادو خبرو اترو په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

د ۲۰۰۰ لسیزې تر پیل پورې، د روسیې پوځي اډې له خپلو سرحدي ځواکونو سره په ګډه د تاجکستان د پولې ‌ساتنې مسوولیت درلود، خو له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راهیسې تاجکستان په مستقل ډول له خپلې پولې ساتنه کوي.

د یادونې ده، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پرون له خپل تاجکستاني سیال سراج‌الدین مهرالدین سره په ټیلېفوني خبرو کې د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، د پولې وضعیت، امنیتي همغږۍ او د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو نوښتونو په اړه خبرې کړې او د تاجکستان په خاوره کې د چیني وګړو وژل او ټپي کېدل یې غندلي او ویلي یې دي چې ځینې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو مثبتو اړیکو ته زیان ورسوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او هغه «مغرضې ډلې» چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابولو هڅه کوي، ردوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.