کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د معلولیتلرونکو وګړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د اټکل له مخې، ۱.۵ میلیون افغانان له «پام وړ» معلولیت سره ژوند کوي.
نن د ډسمبر درېیمه د معلولینو نړۍواله ورځ ده؛ ملګري ملتونه دغه ورځ له ۱۹۹۲ زېږدیز کاله راهیسې معلولینو ته د حکومتونو او ټولنو د پام اړولو په موخه نمانځي.
یوناما نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د اټکل له مخې ۱.۵ میلیون افغانان له «پام وړ» معلولیت سره ژوند کوي او د دغو کسانو ډېر په تېرو لسیزو کې د جګړو له امله معلول شوي دي.
سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې ماشومان تر ټولو زیات د دغه ناورین له امله اغېزمن شوي دي.
یوناما زیاته کړې: «د معلولیت پر دغې نړۍواله ورځ، موږ د معلولیتلرونکو وګړو ستاینه کوو او د ټولو لپاره د یوه ټولګډون، عادلانه او باثبات افغانستان غوښتنه کوو.»
د افغانستان د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تېر کال د همدې ورځې په مناسبت ویلي وو چې دغه وزارت د افغاستان په کچه ۱۸۹ زره او ۶۳۵ معلولین ثبت کړي چې په یادو ارقامو کې د اسلامي امارت، ملکي او طبیعي معلولین او د تېر حکومت معلولین شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP