Language

د هلمند په موسی‌کلا کې د اوبولګولو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د هلمند ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې څه باندې دري دېرش میلیون افغانیو په لګښت د اوبولګونې یوه کانال جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کانال د هلمند د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) په مالي مرسته او د افغان لایزر انجنیري ساختماني شرکت په تخنیکي همکارۍ د دغه ولايت د موسي‌کلا ولسوالۍ د ده کارېز په کلي کې جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د یاد کانال جوړولو پروژې چارې د څه باندې دري دېرش میلیون افغانیو په لګښت پشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي په خبره، دغه کانال چې ۹۵ متره اوږدوالی، ۲.۵ متره جګوالی او څلور متره سور لري، په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی او دغه‌راز د کروندو لپاره د اوبو ۱۲ کنټرولي دروازې لري.

د ریاض د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې د کار په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

Related Topics