هرات (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د هرات د ولایت مقام وايي چې له پاکستانه د کبانو غوښې د وارداتو له بندېدو سره کورنیو محصولاتو ته پاملرنه ډېره شوې او بازار ته د عرضې لپاره د کبانو د ځايي فارمونو ظرفیت لوړ شوی دی.
د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د پاکستانه د کبانو د وارداتو له بندېدو سره په هرات کې د کورني کبانو بازار مخه په غوړېدو دی.
په خبرپاڼه کې د کبانو یو شمېر فارملرونکو ویلي، یادې پرېکړې (له پاکستانه د وارداتو بندېدل) د کورنیو تولیداتو د ودې او د وطنی کبانو د پلور ډېرېدو زمینه برابره کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت له لوري د کبانو د وارداتو بندېدل د دې لامل شوي څو کورنیو محصولاتو ته پاملرنه ډېره او بازار ته د وړاندې کولو لپاره د محلي فارمونو وړتیا لا لوړه شي.
د هرات د کرنې ریاست د مسوولینو له خوا د وړاندې شوو شمېرو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې د کبانو د روزنې ۴۰ تر ۴۵ پورې فارمونه فعال دي او ټاکل شوې چې د خصوصي سکټور په همکارۍ پاشدان بند ته نږدې لا ډېر فارمونه جوړ شي.
له دې مخکې افغانستان ته کبان له پاکستانه واردېدل او کورني تولید په بازار کې ډېره کمه برخه جوړوله.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له ترینګلتیاوو وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ترانزیټي لارې په یو اړخیز ډول وتړلې، ورپسې اسلامي امارت د روان کال د لړم په ۲۱مه له پاکستان سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې په یوه غونډه کې له صنعتکارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان د سوداګریزو لارو پر ځای له بدیلو لارو کار واخلي. د هغه په وینا، پاکستان په وار وار د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې او اوس هم تړلې پاتې دي.
هغه زیاته کړې چې یاد هېواد له سوداګریزو او بشري مسایلو د سیاسي اهدافو لپاره کار اخيستی چې په پایله کې د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعتکاران زیانمن شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP