Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور کسان ټپيان شوي دي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د درونټې تونل ته څېرمه ساحه کې د یوه فیلډر او پراډو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

امنیه قومانداني وایي چې د پېښې ټپیان یې نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې ترافیکي اصول مراعات کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.