غزنيښار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني د چاپېریال ساتنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د وحشي ژوو د ښکار په تور درې کسان نیول شوي دي.
د غزني د چاپېریال ساتنې ریاست ویاند حکمتالله مهران پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادو کسانو د قرهباغ ولسوالۍ په «ګاومېشک» کې یوه هوسۍ ښکار کړې وه.
هغه د وحشي ژوو ښکار د طبیعي میراثونو د خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللی او زیاته کړې یې ده چې له نیول شوو کسانو سره به قانوني چلند وشي.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د ژوو او مرغانو پر ښکار بندیز لګېدلی او حکومتي مسوولین ټینګار کوي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP