Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قطر یوه خیریه بنسټ په فراه کې د اړمنو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ کړي

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د قطر د «الغرافه» خیریه بنسټ مسوولینو د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بنسټ په فراه ولایت کې اړمنو کسانو ته ۱۰۸ کورونه جوړ کړي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون جوړولو چارې به هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د الغرافه بنسټ له یو شمېر لوړپوړو مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د دغه بنسټ د پرمختیايي او خیریه فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د الغرافه بنسټ مسوولینو د کابل ښار په «خوشحال خان» کې د استوګنیزې پروژې د لومړي فاز د فزیکي پرمختګ او بشپړېدو د پړاوونو په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې د دې پروژې دویم فاز به هم ډېر ژر پیل شي.

سرچینې دغه‌راز ویلي چې الغرافه بنسټ په فراه ولایت کې د اړمنو لپاره ۱۰۸ کورونه جوړ کړي او د دوو جوماتونو او یوه روغتون د جوړولو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.

د سرچینې په خبره، د یاد بنسټ مسوولینو د اقتصاد وزیر ته ډاډ ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به خپل فعالیتونه پراخ کړي او د افغانستان اړمنو خلکو ته به په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې مرستې برابرې کړي.

سرچینې زیاته کړې چې قاري دین‌محمد حنیف د قطر د الغرافه بنسټ د پرمختیايي او خیریه فعالیتونو ستاینه او د یادو پروژو د چارو د چټکتیا او نورو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.