Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: د ملي تدارکاتو کمېسیون په تېرو درېیو کلونو کې ۵۶۲ پروژې منظور کړې دي

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۱۳۰،۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ۵۶۲ بېلابېلې پروژې منظور کړې او د دغو پروژو په تړونونو کې تر پنځه میلیارده افغانیو سپما شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو درې کاله په پوره کېدو دي چې په دې موده کې یې د شاوخوا ۱۳۰.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ۵۶۲ بېلابېلې پروژې د ۳۳ غونډو په جریان کې منظور کړې دي.

هغه وایي چې د دې پروژو په قراردادونو کې شاوخوا پنځه میلیارده افغانۍ سپما شوې او له لارې یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې پروژې د ولایتونو متوازن انکشاف او د هېوادوالو اړتیاوو ته په کتو پلې شوې او دغه‌راز په تطبیق کې یې د کورنیو تولیداتو کارونې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، د ملي تدارکاتو کمېسیون د بیارغونې، کرنې او کلیو پراختیا، روغتیا، برېښنا، ترانسپورټ، د څښاک اوبو، د ښارونو اړوند زېربناوو، خدماتو، مخابراتو او نورو برخو کې پروژې منظور کړې چې عملي چارې یې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.