Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ده‌یک کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان ټپیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومنداني وايي چې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د ترافيکې پېښې له امله د درېيو ښځو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه تېر ماښام د یوه باروړونکي او یوه مسافروړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه څلور کسان ټپيان شوي چې درې ښځې دي.

د یادونې ده، تېره ورځ هم په غزني کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې څلور کسان ټپیان شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.