Language

فطرت: سپین‌بولدک کې د پاکستان بریدونو کې د یوه امنیتي کس په ګډون لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴:): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي چې د کندهار پر سپين‌بولدک د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو له امله د یوه امنیتي کس په ګډون پنځه ملکي کسان شهیدان شوي او پنځه نور ټپيان دي.

یوې سرچینې پژواک ته وویل، تېره شپه د کندهار پر سپین‌بولدک ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم په برید کې – چې اسلامي امارت یې هم غبرګون ته اړ کړـ څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه وېډيويي پیغام کې ویلي چې تېره شپه یو ځل بیا پاکستاني لوري د کندهار پر سپین بولدک بریدونه وکړل او اسلامي امارت هم غبرګون ته اړ شو.

دی وایي چې یادې جګړې د شپې تر یوولس نیمو بجو دوام درلود او اوسمهال هلته وضعیت ارام دی.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې د یوه امنیتي کس په ګډون پنځه ملګی کسان شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان حریم نقض کړ او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل او له هغه وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم غچ‌اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه ‌همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.

تېره اونۍ هم په سعودي عربستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې خو پایلې یې تر اوسه اعلان شوې نه ‌دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.