پلعلم (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): په لوګر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۶۵ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د لوګر سیمهییزو چارواکو، عالمانو، قومي مشرانو او د زوم او ناوې د کورنیو غړو ګډون کړی و.
د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب د مراسمو پر مهال وویل چې د لومړي ځل لپاره یې د لوګر ولایت په ورزشي سټيډيوم کې د ۶۵ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره کړل.
نوموړي زیاته کړه چې اوس هم په هېواد کې ناوړه دودونه، په ځانګړي ډول لوړ ولور، د دې لامل شوي چې ډېری ځوانان په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او یا هم په دې سفر کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
سېلاب د اسلامي امارت له مشرتابه هم مننه وکړه چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه یې ۱۷ مادهییز فرمان صادر کړی او په قومي مشرانو یې غږ وکړ چې په ټولنه کې د بدو دودونو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې څو برابره زیاتې کړي.
بلخوا، د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعامالله صلاالدین وویل چې د خوښۍ ځای دی چې په لوګر کې د ځوانانو د ډلهیز واده لومړي مراسم ترسره شول.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره ژمن دی او له علماوو او قومي مشرانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
د پوهنتون استاد جاوېد مومند وویل چې په افغانستان کې په ډېرو سیمو کې لوړ ولور اخیستل کېږي چې له کبله یې ځوانان کلونه بې واده پاتې کېږي او د ولور برابرولو لپاره ګڼې ستونزې پر ځان مني.
هغه په ځوانانو غږ وکړ چې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.
عبدالله چې له کلونو راهیسې یې واده ځنډېدلی و، پژواک ته وویل چې په ټولنه کې باید لوړ ولور او نور ناوړه رواجونه ختم شي څو ځوانان د واده لپاره کلونه انتظار ونه کړي.
یادونه باید وشي چې د سېلاب خیریه بنسټ د لوګر ترڅنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د بېبضاعتو ځوانانو لپاره ورته ډلهیز واده مراسم جوړ کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP