Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«له افغانستان سره د لارو بندېدل د پاکستان درمل صادروونکي له لویو زیانونو سره مخ کوي»

کابل (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان د صنايعو برخې استازو خبرداری ورکړی چې د تورخم او چمن لارو بندېدل د دغه هېواد درمل صادروونکي له لویو سوداګریزو زیانونو سره مخ کوي او دا مهال یې د نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو صادرات له خطر سره مخ کړي دي.

له هغه وروسته چې پاکستان شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ترانزیټي لارې په یو طرفه توګه وتړلې، اسلامي امارت هم د روان کال د لړم په ۲۱مه له دغه هېواد سره هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه.

د افغانستان د مالیې وزارت هم د روان کال د لړم په ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د هدایت پراساس، له راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه «محصولوي».

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د صنايعو برخې استازو خبرداری ورکړی چې د تورخم او چمن لارو بندېدو د پاکستان له اقلیم سره حساس درمل فاسدوي او د دې هېواد درمل صادرونکي له سترو سوداګریزو زیانونو سره مخ کوي.

دې ورځپاڼې د صنعتي سرچینو له قوله لیکلي، له افغانستان سره د لارو پرلپسې تړل کېدل د درملو دوه‌ اړخیزه سوداګري درولې، سلګونه موټرونه یې سرګردان کړي او د نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له پاکستانه د درملو صادرات یې له خطر سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان د صنايعو استازي وایي چې افغانستان لا هم د پاکستان تر ټولو ستر ځمکنی سوداګریز شریک دی او اوزبېکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان ته د لاسرسي اساسي ترانزیټي مسیر بلل کېږي.

د پاکستان د درملو تولیدوونکو ټولنې یوه مسوول ویلي: «تقریباً ټول صادرات افغانستان ته درېدلي او د انټي‌بیوتیک، انسولین، واکسین، د زړه او نورو حیاتي درملو لېږدونکي کانتینرونه په لارو، بندرونو او ګودامونو کې بند پاتې دي.»

نوموړي زیاته کړې چې دې ځنډونو ځایي تولیدوونکي له نه جبرانېدونکو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.