پلعلم (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴) : د لوګر امنیتي مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې څلور کسان چې د غلا په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود، نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، یادو کسان د غلا په نږدې ۳۹ قضیو لاس درلود چې د خلکو له کورونو، دوکانونو، جوماتونو او وسایطو یې بېلابېل توکي وړې دي.
هغه وویل، نیول شوو کسانو د موبایلونو، بایسکلونو، لاسي کراچیو، جوماتونو د برېښنا بیټریو او له بېلابېلو کورونو څخه د قیمتي توکو په غلا اعتراف کړی دی.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو له دغو نیول شوو کسانو څخه لسګونه غلا شوي توکي ترلاسه کړي دي.
انس زیاتوي چې له نیول شوو کسانو څخه د لومړنیو څېړنو پروسه روانه ده او له بشپړو تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې میاشتې په جریان کې د لوګر ولایت د پلعلم ښار په پښتوناباد سیمه کې هم دوه کسان د یوې کورنۍ له غړو د غلا ترڅنګ د یوې ښځې او یوې نجلۍ د وژنې په تور نیول شوي وو چې د خلکو تر منځ یې پراخ غبرګون راپارولی وو.
د سیمې اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له اقدامه هرکلی کوي خو وايي تمه لري چې د غلاوو او نورو جرمونو په مخنیوي کې لا ډېر اغېزمن پلانونه عملي شي څو د خلکو مال او ځان خوندي پاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP