Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا پر څلورو مشرانو د اسټرالیا بندیزونو ته د امرباالمعروف وزارت غبرګون

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د امرباالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت، د اسټرالیا له لوري د ا.ا پر څلورو مشرانو د بندیزونو په غبرګون کې ویلي، دا اقدام ښیي چې دغه ډول هېوادونه او سازمانونه «نه د بشر حقونه پېژني او نه هم ورته ژمنتیا لري.»

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نوې خبرتیا کې د اسلامي امارت پر څلورو لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو بندیزونو لاملونه «د نجونو او ښځو ځپل، د لږکیو ځپل، په عمومي ډول د خلکو ځپل او د قانون کمزوري کول او کمزوری حاکمیت» ښودل شوي دي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت دغه بندیزونه د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر پر وزیر شیخ محمدخالد حنفي، د لوړو زده‌کړو پر وزیر شیخ ندامحمد ندیم، د عدلیې پر وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې پر رییس عبدالحکیم حقاني لګول شوي دي.

د امرباالمعروف، نهې‌ عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو له لوري د اسلامي امارت پر یو شمېر مسوولینو او په ځانګړي ډول د امرباالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمدخالد الحنفي باندې بندیز لګېدل څه نوې او عجیبه خبره نه ده؛ ځکه په تېرو څلورو کلونو کې دې ته ورته، نور بندیزونه هم لګېدلي دي.

دی دغو بندیزونو ته په اشارې وایي چې په دې کار سره یادو هېوادونو او سازمانونو وښوده چې «دوی نه د بشر حقونه پېژني او نه هم ورته ژمنتیا لري.»

هغه وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې د امرباالمعروف وزات له لوري په لکونو ښځو ته حقونه ورکړل شوي، د حقونو د نقض مخنیوی یې شوی او له هغوی دفاع شوې ده.

خیبر زیاتوي: «اوس الحمدالله په افغاني معاشره کې خویندو د خپلو حقونو د غوښتلو جرات هم پیدا کړی دی، بیا هم په داسې حالاتو کې بندیزونه لګول په دې معنی ده چې دوی د بشر حقونو یا د ښځو حقونو ناقضین دي، یا داسې فکر لري چې په افغانانو باندې هم خپل هغه دودونه تطبیق کړي چې هلته مروج دي، دا د یوې ټولنې کلتوري او دیني ارزښتونو ته نه درناوی او تمسخر کول دي.»

دی وایي چې اسلامي امارت د ښځو حقونو په برخه کې ډېر کار کړی او لا هم دوام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.