Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر کوچنیو کاروبارونو د پژواک د راپورونو مثبتې اغېزې

کابل، شبرغان (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۴): جوزجان کې د خوږو د تولید یوې کارخونې او کابل کې د افغاني جامو جوړولو یوې کارګاه مسوولینې وايي چې د دوی د کارخونو په اړه د پژواک د راپورونو له خپرېدو وروسته یې اوس کاروبار د پام وړ غوړېدلی دی.

کابل کې «پښتون د افغاني ګنډ جامو تولیدي شرکت»

پژواک خبري اژانس د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د «کابل ښار کې د یوې مېرمنې تر مدیریت لاندې د خیاطۍ یوې کارګاه کې لسګونه ښځې په کار بوختې دي» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی و.

«پښتون د افغاني ګنډ دودیزو جامو د تولید شرکت» مدیرې دنیا جلالي په دې راپور کې ویلي و، یاد شرکت چې د مېرمنو د ملاتړ او د «افغاني ګنډ» دودیزو جامو دودولو په موخه جوړه شوی، اوسمهال په‌کې ۳۹ کسان مېرمنې په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کار بوختې دي او په یاد شرکت کې نه یوازې سیمه‌ییزې او دودیزې جامې طراحی او ګڼدل کېږي، بلکې د نکرېزو شپې ځانګړي وسایل او ګاڼې هم جوړېږي.

دنیا جلالي وایي چې د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د دوی کاروبار ښه وده کړې او ورځ تر بلې غوړېږي.

بلخوا، د یاد شرکت د مطبوعاتو مسوول استاد کریم وايي: «د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته زموږ تولیدات او خرڅلاو ورځ تر بلې ډېر شوي او موږ توانېدلي یو چې ډېر پېرودونکي پیدا کړو او سربېره پر دې نورې رسنۍ هم راغلې، خو د پژواک د همدې راپور د خپرېدو له لارې یې موږ پیدا کړي یو.»

بلخوا، شګوفه احمدي چې تازه له امریکا کابل ته راغلې، پژواک ته یې وویل: «د پښتون افغاني ګنډونو د تولید شرکت ویډیو مې له پژواک څخه لیدلې وه او اوس چې کابل ته راغلم، ځان او لور ته مې د افغاني جامو د ګنډلو فرمایش ورکړ.»

نوموړې چې د متحده ایالتونو د ویرجینیا په ښار کې ژوند کوي او په وروستیو کې د خپلې کورنۍ لیدو لپاره کابل ته راغلې ویې ویل چې تل د پژواک خبري اژانس راپورونه په وېب‌سایټ، فېسبوک‌پاڼه، یوټیوب او اېکس کې څاري.

جوزجان کې د «شیرینی سرای بهترین» په نوم د خوږو د تولید کارخونه

پژواک خبري اژانس شاوخوا یو کال مخکې «د ځان بساینې لپاره هڅې؛ جوزجان کې یوې ښځې د خوږو د تولید کارخونه جوړه کړې» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و.

د دې کارخونې بنسټګرې شکریه مصدق هغه مهال پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د کاروبار د ودې په صورت کې به نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

هغې نن پژواک ته وویل چې د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته یې کاروبار د پام وړ وده کړې ده.

هغې زیاته کړه: «د دې راپور په خپرېدو سره موږ ډېر سفارشونه ترلاسه کړل، زیاتره سفارشونه هغه کسان راکوي چې د خوښۍ محفلونه ولري، دا مهال زموږ کار ډېر شوی. ستاسو د راپور له خپرېدو مخکې به موږ په اونۍ کې یو سفارش درلود خو اوس الحمدالله هره ورځ یو سفارش تر لاسه کوو. دغه‌راز، ډېر کسان د فابریکې لیدو ته راځي او دې چارې هم د سفارشونو په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.»

هغې زیاته کړه: «موږ له دولتي ادارو او له مرستندویه بنسټونو هم غواړو چې زموږ له کارخونې لیدنه وکړي څو د اړتیا وړ وسایلو او امکاناتو په برابرولو کې له موږ سره مرسته وکړي. که دولت او مرسته کوونکي بنسټونه زموږ ملاتړ وکړي، موږ به لا ډېری ښځې جذب او د هغوی لپاره به د کار زمینه برابره کړو.»

د خوږو د تولید د یادې کارخونې یوه پېرودونکې

د شبرغان ښار یوې اوسېدونکې ایسل وویل: «ما په فېسبوک کې د دغې کارخونې په اړه د پژواک راپور ولید او لېواله شوم چې هرومرو دې کارخونې ته ورشم.»

هغه چې اوسمهال د خوږو د تولید د یادې کارخونې یوه دایمي پېرودونکې ده وایي: «د کارخونې له لیدو او د بېلابېلو خوږو له خوړلو وروسته ډاډمنه شوم چې خپل کورني مراسمو، مېلمنو او بېلابېلو مناسبتونو لپاره له همدې ځایه د اړتیا وړ خواږه واخلم، اوس په ډېرو مواردو کې د اړتیا وړ بېلابېل کیکونه او خواږه له همدې کارخونې ترلاسه کوم.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.