کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي چې په خوست ولایت کې ۳۴ کسانو ته چې د نشهيي توکو د قاچاق او جعلکارۍ پر جرمونو محکوم وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزا د خوست ابتدائیه ښاري محکمې د عامه امنيت ديوان د پرېکړې له مخې تطبیق شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، ابتدائيه محکمې یاد کسان له یوه کال څخه تر اوو کلونو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو او یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تایيد وروسته تطبيق شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP