پلعلم (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د بدني روزنې او ورزش امریت په نوښت د یو شمېر ولایتونو د مخکښو لوبډلو په ګډون د «خزاني جام» په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.
مسوولین وایي، دغه سیالۍ چې د بېلابېلو ولایتونو لوبډلو ګډون پهکې کړی، د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو، د ولایتونو ترمنځ د ورزشي همکارۍ پیاوړتیا او د استعدادونو پېژندنې په موخه پیل شوې دي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ټورنمنټ له لارې به هغه لوبغاړي او لوبډلې وپېژندل شي چې د ملي کچې په سیالیو کې د ګډون وړتیا لري.
د هغه په وینا، سیالۍ څه کم دوه میاشتې دوام کوي او د لوګر ترڅنګ د یو شمېر نورو ولایتونو مخکښ ټیمونه برخه پهکې لري.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې «سهیل ملنګیار» لوبډلې د «لوګر ځوانانو» لوبډلې ته ۳- ۱ ماتې ورکړه.
مسوولین وايي چې د هرې ورځې سیالۍ به د اړوندو ولایتونو په کچه د خلکو په پراخ ګډون او لېوالتیا سره ترسره کېږي.
د ورزش او بدني روزنې مسوولین زیاتوي چې د دغه ټورنمنټ د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لپاره نغدي جایزې او ستاینلیکونه په پام کې نیول شوي، څو د لوبغاړو هڅونه زیاته او د راتلونکو سیالیو لپاره نور قوي ټیمونه رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP