پلعلم (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د دغه ولایت د ۳۰ لوبډلو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجینر مزمل نعیمزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ چې یوه نیمه میاشت دوام کوي، د غوره لوبغاړو پېژندلو، د سیالۍ کچې لوړولو او د ورزش فرهنګ ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوې دي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د «طوفان لوګر» او «اتحاد چرخ» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې اتحاد چرخ لوبډلې پنځه پر درې بریا خپله کړه.
د مسوولینو په وینا، تمه ده چې د سیالیو په دوام کې به د لوګر د بېلابېلو سیمو لېوال ځوانان ګډون وکړي او د فوټسال برخه کې د نوو استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره به ښه زمینه برابره شي.
بلخوا، د سیالیو ګډونوال د یادو مسابقو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي او وایي چې د بدني روزنې او ورزش امریت دې د فوټسال ترڅنګ نورو ورزشي برخو ته هم پاملرنه زیاته کړي څو د ورزش لپاره لا مناسب فرصتونه برابر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP