کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابل ولایت مقام وایي، د کابل ښاریان دې د هوا د ککړتیا مخنیوي په موخه د مرکزګرمیو د لوګي د تصفیې فلټرونه بشپړ فعال او د معیار مطابق وساتي او سرغړوونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.
د کابل ولایت د مقام خبرپاڼه کې راغلي، د ښار د هوا پاکه او سالمه ساتل د هر ښاري ګډ مسوولیت دی، او لازمه ده چې ټول هېوادوال په دې ملي او انساني هڅه کې جدي ونډه واخلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت مقام د چاپېریالساتنې ریاست ته لارښوونه کړې چې د ښار په کچه مرکزګرمۍ تخنیکي تفتیش کړي، د فلټرونو د فعالیت وضعیت وارزوي او منظمه څارنه ترسره کړي.
سرچینې زیات کړې، اړوند تخنیکي ټیمونه موظف دي چې د سرغړونو په صورت کې لازم قانوني اجراات جدي تطبیق کړي.
د ولایت مقام له ټولو ښاریانو غوښتي څو د پاکې، سالمې او د ژوند لپاره د مناسبې هوا د تامین په موخه په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP