Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د شپږ میلیون ډالرو په پانګونه د پلاستیکي بوجیو او تار د تولید فابریکه پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): بلخ کې ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د څه باندې شپږ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د پلاستیکي بوجیو او تار د تولید فابریکه پرانیستل شوه.

د بلخ ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کارخونې د پرانیست‌غونډې مراسمو کې د فابریکې مدیر محمدعاصم انصاري وویل، دغه کارخونه د شپږ میلیون ډالرو په پانګونه جوړه شوې چې د پلاستیکي بوجیو ترڅنګ تار هم تولیدوي.

هغه زیاته کړې چې په دې فابریکه کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰ ټنه پورې د تولید ظرفیت لري.

دغه‌راز، د بلخ والي مولوي محمدیوسف وفا وویل چې د تولیدي سکټور پیاوړتیا د ولایت د اقتصادي ثبات لپاره خورا مهمه ده او د حکومت له لومړیتوبونو شمېرل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د ولایت مقام د خصوصي سکټور ترڅنګ ولاړ دی او هڅه کوي چې د پانګه‌والو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.