کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي او د دغه وزارت ویاند د «دوحې فورم» لومړۍ ورځې ناستې په څنډه کې د اوزبېکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
د قطر خبري اژانس د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د اوزبېکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ایرگاشیف سره د افغانستان پر چارو خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، په یاده لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د همکاریو اړیکو او د افغانستان په وضعیت کې د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.

ورته مهال، د دوحې فورم د ناستې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري هم له ایرکاشیف سره لیدلي او د دوحې او تاشکند ترمنځ یې د دوو اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
دواړو لورو د افغانستان په اړه د همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.
د یادولو ده، د ۲۰۲۵ د دوحې فورم غونډه پرون (شنبه) د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو د شاوخوا پنځه زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP