Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سپین‌بولدک – چمن دروازه د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

کندهار (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د سپين‌بولدک – چمن دروازه چې تېره ورځ د جګړې له امله تړل شوې وه، نن بېرته د راستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستل شوه.

د کندهار په سپین‌بولدک کې یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار تېره ورځ (شنبه) د پاکستان لوري له خوا د کډوالو پر مخ تړل شوې وه خو نن بېرته د کډوالو پر مخ خلاصه شوې ده.

وړمه شپه یو ځل بیا پاکستاني لوري د کندهار پر سپین‌بولدک بریدونه وکړل او اسلامي امارت هم غبرګون ته اړ شو. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې،  په دې جګړه کې د یوه امنیتي کس ترڅنګ څلور ملګي وکړي شهیدان او پنځه نور ټپیان شول.

پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان حریم نقض کړ او پر ځینو سیمو یې بریدونه وکړل، له هغه وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم غچ‌اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه ‌همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.

تېره اونۍ هم په سعودي عربستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې وشوې خو پایلې یې تر اوسه اعلان شوې نه ‌دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.