Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان د باریکاب صنعتي پارک لپاره د سب‌سټېشن جوړولو پروژه منظور شوه

چاریکار (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د برېښنا شرکت وایي چې د پروان ولایت د باریکاب صنعتي پارک لپاره د نږدې ۳۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت د سب‌سټېشن جوړولو پروژه منظور شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پروان د باریکاب صنعتي پارک کې د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب‌‌سټېشن جوړولو پروژه چې د هېواد په صنعتي وده او برېښنا شبکې پیاوړتیا کې اساسي ونډه لري، د ا.ا اقتصادي کمېسیون له خوا د نږدې ۳۶۰ ميليون افغانيو په ټوليز لګښت رسما تایيد او منظور شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې سترې پروژې تخنيکي اسناد لا له وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رياست له لوري ترتيب شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د ١٢٦ ميګاولټ امپير په ظرفيت د دوو ترانسفرمرونو (هر یو د ٦٣ ميګاولټ امپیر په ظرفیت) او د ۱۲ خروجي فيډرونو جوړول او نور شامل دي.

د افغانستان برېښنا شرکت لیکلي، ټاکل شوې د باريکاب سب‌سټېشن پروژې چارې به له تړون وروسته په نږدې ۱۸ کاري مياشتو کې بشپړې شي.

خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې له بشپړېدو سره به نه يوازې د پروان صنعتي پارک، بلکې ګڼو هستوګنيزو کورونو، سوداګريزو مرکزونو، روغتيايي ادارو او نورو اړوند برخو ته دوامداره برېښنا برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.