Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درې افغان لوبغاړي په پارا اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه اماراتو ته ولاړل

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د پارالمپیک درې ورزشکاران د ځوانانو په پارا اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړل.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د پار المپیک اووه‌کسیزه لوبډله چې درې ورزشکاران، دوه روزونکي، یو لوبڅار او یو د ټيم مشر په‌کې شامل دي، د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو او نوو ځوانانو پارا اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

سرچینې زیاته کړې: «له دې لوبډلې به دوه ورزشکاران او یو روزونکی په پارا تکواندو سیالیو کې، یو ورزشکار او ورسره روزنکی به د لاس چپه‌کولو سیالیو کې او لوبڅار به د ویلچر بسکټبال د لوبڅار په توګه په دغو سیالیو کې برخه واخلي.»

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب په پلازمېنه دوبۍ کې د ۴۵ هېوادونو په ګډون په یوولسو ورزشي رشتو کې نن (د ډسمبر اوومه)  پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې به دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.