اسعداباد (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د کونړ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې لهامله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د کونړ امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سرکاڼو ولسوالۍ د دوسرکي په سیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دغه ماشومان د څاریو په څرولو بوخت وو چې مرمۍ پرې چاودنه کړې او دواړه یې ټپیان کړي دي.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان یې د اسعداباد ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP