Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کوکنارو بدیل کښت؛ د کندهار په خاکرېز کې یو شمېر بزګران د مرخېړیو فارمونو له حاصلاتو خوښي څرګندوي

کندهار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې لسګونو بزګرانو ته د کوکنارو بدیل کښت په توګه د مرخېړیو فارمونه جوړ شوي، یو شمېر بزګران هم دغه فارمونه ګټور بولي او له حاصلاتو یې خوښي څرګندوي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ شاوخوا ۳۰ کروندګرو ته د مرخېړیو تخم وېشل شوی چې تر دې دمه یې ښه نتيجه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه چې پر دې پروژه شاوخوا ۲۰۰۰۰ ډالر لګښت راغلی، د مرخېړیو یو کیلوګرام ۳۵۰ افغانۍ ارزښت لري او له هر یو کیلوګرام تخم ۱۰ کیلوګرامه مرخېړي حاصل ورکوي.

دی وایي، هدف یې کروندګرو ته د کوکنارو پر ځای ګټور او له اقلیمي شرایطو سره برابر کښتونه وړاندې کول دي.

د حقمل په خبره: «د مرخېړیو د ترویج لپاره یاد فارمونه د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوي، هدف دا دی چې کروندګرو ته د کوکنارو پر ځای له اقلیمي شرایطو سره برابر او ګټور کښتونه وړاندې کړو.»

صبغت‌الله خادم د مرخېړیو فارلرونکی د مرخېړیو د کرنې اسانتیاوې او ګټې بیانوي او وایي، د دغه کښت مصرف لږ خو حاصل یې زیات دی.

هغه وویل: «که څه هم دغه کښت زموږ لپاره نوی دی، خو د نشه‌يي توکو ښه بدیل دی، مصرف یې لږ دی خو حاصل یې ډېر دی، د دغه کښت لپاره نه ډېره ځمکه او نه هم ډېرې اوبه اړینې دي او د یوې میاشتې په موده کې حاصل ترلاسه کېږي.»

میرحمزه د مرخېړیو یو بل فارم‌لرونکی دی او د دغه کښت پراختیا ته د خپلو هیلو په اړه وایي: «موږ هڅه کوو چې د کرنې نوې طریقې زده کړو او د مرخېړیو تولید نور هم پراخ کړو، دا کښت زموږ لپاره د کرنې یوه ګټوره بدیله لاره ده.»

د هالنډ کمېټې ځایي مسوول عبدالهادي داودزی وایي، موخه یې دا ده چې کروندګر په لږ لګښت ښه حاصلات ترلاسه کړي، څو اقتصاد یې ښه شي.

ده وویل: «د لومړي ځل لپاره مو د خاکرېز ولسوالۍ ۳۰ کورنیو ته د مرخېړیو تولید لپاره فارمونه جوړ کړي او اړوند ټول کارېدونکي وسایل مو یې ورکړي دي، هدف دا دی چې کورنۍ وکولای شي په خپلواکه توګه د دغه نبات حاصلات تولید کړي او کورني بازار ته یې وړاندې کړي چې اقتصادي وضعیت یې ښه شي.»

د کندهار کروندګرو ته د نشه‌يي توکو د کرکېلې له بندېدو وروسته، د کرنې ریاست په مشوره نوي کښتونه لکه انجه، زعفران، مرخېړي او د املوک او پستو باغونو جوړول د ګټورو بدیلونو په توګه معرفي شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.