Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د درملو د تولید ډېرېدو لپاره هڅې او د کیفیت او کمیت پر لوړېدو یې د کارپوهانو ټینګار

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې د درمل جوړولو ۱۳۰ فابریکې فعالیت لري او څه باندې ۶۰۰ قلمه بېلابېل ډول درمل تولیدوي؛ خو د روغتیا برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د وارداتي درملو د بدیل لپاره باید د داخلي تولید کمیت او کیفیت ته جدي پاملرنه وشي.

د افغانستان د ماليې وزارت د روان کال د لړم په ۲۲مه اعلان وکړ چې د رياست‌الوزرا د اقتصادي مرستيال په لارښوونه به وروسته له درېیو میاشتو له پاکستانه درمل نه واردېږي. ټولو واردوونکو ته ویل شوي چې خپلې سوداګریزې معاملې دې په دې موده کې تصفیه کړي او له بديلو دې لارو ګټه واخلي.

همدارنګه هڅې روانې دي چې د پاکستان پر ځای افغانستان ته له نورو هېوادونو درمل وارد او د کورني تولید کچه نوره هم لوړه شي.

د عامې روغتیا وزارت: د کورني تولید ملاتړ کوو

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري آژانس ته وویل چې دغه وزارت په هېواد کې د درملو د تولید د پراختیا لپاره هڅې ډېرې کړې او د داخلي تولید بشپړ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د هېواد په داخل کې د تولیدېدونکو درملو پر کیفیت کافي کار شوی او همدارنګه تولیدي اقلام هم ډېر شوي دي.

د نوموړي په خبره: «د پخوا په پرتله زموږ تولیدي درمل زیات شوي؛ اوس مهال له ۶۰۰ څخه ډېر د درملو اقلام په هېواد کې تولیدېږي او نږدې ۱۳۰  فابریکې په کور دننه د درملو او طبي تجهیزاتو د تولید برخه کې فعالیت کوي.»

ډاکټر زمان وویل: «د دې لپاره چې د هېواد په دننه کې د درملو پر کیفیت او معیار لا زیات کار وشي، په وروستیو کې هغو فابریکو ته چې نړۍوال معیارونه یې پوره کړي، د GMP تصدیق‌لیکونه ورکړل شول؛ له دې سره به د کورني تولید ترڅنګ په نورو هېوادونو کې هم د دې فابریکو له محصولاتو استفاده وشي.»

هغه په دې وروستیو کې د پرمختګونو ترڅنګ د قاچاقي درملو د مخنیوي یادونه هم وکړه؛ ویې ویل، اوس د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي هغه درمل ـ که له بهرنیو هېوادونو را واردېږي او که د هېواد دننه له یوه ولایته بل ته لېږدول کېږي ـ په بشپړ ډول کنټرول کړي، څو د کورني تولیداتو ملاتړ وشي او وده وکړي.

نوموړي د هېواد په داخل او بهر کې له افغان پانګه‌والو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د درملو د تولید برخه کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې به د عامې روغتیا وزارت ورسره په هر اخیز ډول همکار وي.

دغه‌راز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي شهاب‌الدین ثاقب – چې د لېندۍ په ۱۳مه په کابل کې د «افغان روغتیا» نندارتون کې ګډون کړی و، وویل چې دغه وزارت د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره د فرصتونو پر برابرولو کار کوي او هڅه کوي د اسلامي امارت او خصوصي سکټور ترمنځ د دوامداره همکاریو زمینه نوره هم پراخه کړي.

د هغه په وینا چې د صنعتکارانو او سوداګرو غوښتنې اورېدل کېږي او ستونزو ته یې رسېدنه هم روانه ده. ثاقب ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او د اړتیا وړ اسانتیاوې به ورته برابرېږي.

د فابریکو مسوولین: د برېښنا کمښت او د خامو موادو رارسېدو کې ځنډ مو اصلي ستونزې دي

په کابل کې د کیمیاګر درمل‌جوړونې فابریکې مسوول عبدالمبین پژواک ته وویل چې دغه فابریکه نږدې ۲۴ کاله پخوا تاسیس شوې ده او تر دې دمه په‌کې بېلابېل  ډول درمل تولیدېږي، څه باندې څلور میلیونه  ډالر پانګونه پرې شوې او شاوخوا ۵۴ کسان کار په‌کې کوي.

هغه زیاته کړه: «د فابریکو خام مواد په بېلابېلو هېوادونو پورې تړلي؛ خام مواد موږ له چین، هند، ایران، پاکستان، جرمني، اوزبېکستان او روسیې څخه راوړو.»

نوموړي د درملو تولید برخه کې ستونزو ته په اشاره وویل :«زموږ اصلي ستونزه د برېښنا کمښت دی؛ زموږ تولیدي فابریکه ده، برق ته ډېر ضرورت لرو، زموږ ټول ماشینونه په برق چلېږي او بله ستونزه دا ده، خام مواد چې کله راوړو په ګمرکونو کې ځنډېږي، په دې برخه کې له مسوولینو غواړو چې همکاري وکړي.»

د ارمین فارما فابریکې عمومي رییس ګل‌احمد ظریفي پژواک ته وویل چې یو کال مخکې یې په هرات کې د ۱۶ میلیون ډالرو په پانګونه فابریکه جوړه کړې ده او شاوخوا ۹۵ کسان کار په‌کې کوي.

هغه زیاته کړه، دوی ۱۰۰ قلمه مختلف درمل تولیدوي چې انټي‌بایټیکونه، انلژیزیک، ملټي‌ویټامین، عصبي درمل، چکاک او بېلابېل شربتونونه په‌کې شامل دي.

نوموړی وایي، د دوی فابریکه په نړۍوال معیار برابره ده او په راتلونکي کې پلان لري چې درمل له هېواده بهر هم صادر کړي. هغه زیاته کړه چې دوی خام مواد له هند، چین او ایران څخه راواردوي.

کارپوهان: په کور دننه د تولیدېدونکو درملو باور او کیفیت او کمیت ته دې جدي پاملرنه وشي

د اعصابو جراحۍ او ستون فقرات متخصص ډاکټر رحمت‌الله صلاح نورزي پژواک ته وویل، په افغانستان کې چې کوم درمل تولیدېږي، تر ډېره په نړۍوال ستنډرډ برابر دي.

هغه وايي: «په افغانستان کې چې کوم درمل تولیدېږي، البته دا بسنه نه کوي او د هېواد د خلکو ضرورت نه شي پوره کولای؛ ځکه افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو او کمپنیو درمل راتلل او راځي، په لږ وخت کې د افغانستان ضرورت پوره کول به ډېره سخته وي، خو وخت به د دې ځواب ووایي.»

د نوموړي په خبره، د درملو برخه کې لومړی لویه ستونزه خلکو ته د درملو نه رسېدل دي، دویمه تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې خلکو ته د درملو د داخلي تولید په اړه ډېر معلومات نشته او تر ډېره د بهرنیو کمپینو درمل پېژني او استفاده ترې کوي.

هغه زیاته کړه، پر کورني درملو د خلکو باور پيدا کېدل وخت ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید ډېر کار وشي.

نورزي خامو موادو ته په اشاره وویل: «زموږ خام مواد دومره معیاري نه دي، لکه د نورې نړۍ چې څومره معیار لري.» په خبره یې، که چېرې د عامې روغتیا وزارت او خصوصي سکټور چې په دې برخه فعالیت لري، کار وکړي نو حتمآ به په راتلونکي کې معیاري شي.

هغه د عامې روغتیا له وزارته غوښتنه وکړه څو په بازار کې د هغو بې‌کیفیته درملو مخنیوی وکړي چې د خلکو روغتیا ته زیان لري.

دغه‌راز روغتیایي کارپوه ډاکټر محمدهاشم وهاج وایي چې اوس‌مهال په افغانستان کې د درملو جوړولو فابریکې له ۲۰ تر ۲۵ سلنه درمل تولیدولی شي، که څه هم دوی یو شیفټ کار کوي؛ یعنې اته ساعته کار کوي، که دوی دوه او درې شیفټه کار وکړي، کولای شي له ۵۰ تر ۶۰ سلنه پورې درمل تولید کړي.

خو هغه زیاتوي: «ستونزه دا ده زه د عامې روغتیا له وزارته دا شکایت لرم، له خپلو داخلي تولیداتو استفاده نه کوي، که دغه فابریکې بې‌کیفیته درمل تولیدوي، ودې تړي که باکیفیته وي، ولې په دولتي روغتونونو کې له بهرنیو درملو استفاده کېږي.»

نوموړی وایي، په افغانستان کې د درملو د تولید پر وړاندې ستونزه د برېښنا او خامو موادو کمښت دی او هېواد ته د وارداتي درملو واردات دي.

هغه پر داخلي درملو د خلکو د نه باور په اړه وویل، حکومتي تشویق کم دی، که حکومت یې تشویق کړي او دغه درمل په خپلو روغتونو کې مصرف کړي چې په وړیا توګه یې خلکو ته ورکوي، نو خلک له داخلي درملو سره بلدتیا پیدا کوي.

نوموړي د داخلي درملو کیفیت ته په اشاره وویل، د عامې روغتیا وزارت باید د درملو له تولیداتو نظارت وکړي او کنټرول پرې ولري. وهاج وايي، اوس مهال په افغانستان کې د درملو د تولید داسې فابریکې هم شته چې تر بهرنیو فابریکو ښه درمل تولیدوي.

د یادونې ده، د لېندۍ په ۱۱مه په کابل کې د «صحت افغان» په نوم درې ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون جوړ شو، په دغه نندارتون کې د طبي محصولاتو، درملو او د کورني او بهرنیو شرکتونو تولیدات نندارې ته وړاندې شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.