Language

نیمروز کې یو کس له کورني بنده ازاد شو

زرنج (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې یو ۵۰ کلن سړی چې خپلوانو یې ۱۲ کاله په یوه تیاره کوټه کې بندي کړی و، د امنیتي ځواکونو له لوري ازاد شو.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد قدرت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار په درېیمه امنیتي حوزه یو کس چې خپلوانو یې له ۱۲ کلونو راهیسې په یوه تیاره کوټه کې بندي کړی و، د امنیتي کسانو له لوري وژغورل شو.

د هغه په خبره، خوشی شوی کس چې غلام‌محمد نومېږي او ۵۰ کلن دی، د خپلې کورنۍ له لوري د نامعلومو ولایلو له امله په سختو او غیرانساني شرایطو په کورني بند کې ساتل کېده.

قدرت زیاته کړه چې د درېیمې حوزې امنیتي کسانو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته په چټکۍ اقدام کړی او غلام‌محمد یې په کمزوري جسمي او رواني ستونزو اخته حالت کې ژوندی ژغورلی او اړوندو بنسټونو ته یې سپارلی دی.