Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هېواد کې د کاني توکو کیفیت معلومولو لپاره پرمختللي لابراتوارونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د کاني توکو د کیفیت معلومولو لپاره د ۲۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت پرمختللي لابراتوارونه جوړېږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او ولایتونو کې د کاني توکو د کیفیت معلومولو لپاره د پرمختللو لابراتوارونو جوړېدو موضوع وړاندې شوه چې له هر اړخیز بحث وروسته یاده موضوع د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم  په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، د دغو لابراتوارونو لپاره ۲۳۳ میلیون افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې چې ۱۵ میلیونه به یې په ساختماني چارو کې او ۲۱۸ میلیونه نورې به د تجهیزاتو برخه کې ولګول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه‌راز په یاده غونډه کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.