Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ: د افغانستان د شل‌اوریز کرکټ غوره لیګ د دویم پړاو جزئیات به ډېر ژر اعلان شي

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې ډسمبر میاشتې په شلمه به د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ (APL) سیالیو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د سیالیو جوړښت او نور جزئیات به په رسمي توګه په ډاګه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بورډ په پام کې لري چې د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو د پیل لپاره ستر مراسم د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په شلمه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

کرکټ بورډ لیکلي، په دغو مراسمو کې به د افغانستان کرکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګه‌والو شریکانو سره یو ځای، د دغه لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د سیالیو جوړښت او نور مهم جزئیات په رسمي ډول په ډاګه کړي.

سرچینې زیاته کړې، دغه مراسم وروسته له هغه ترسره کېږي چې کرکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو د پانګونې حقوق د ITW–TG ګډ شرکت ته وسپارل.

خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې وه چې د سیالیو د پیل وخت او کوربه هېواد په اګسټ میاشت کې اعلان شي، خو د اړینو اداري پروسو او تخنیکي ارزونو له امله اړوند مراسم وځنډېدل او اوس به ټول اړین معلومات د ډسمبر په شلمه نېټه په رسمي ډول خپاره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي: «د افغانستان غوره لیګ د کرکټ بورډ د اوږدمهاله لیدلوري یوه مهمه ستنه ده. د ډسمبر د شلمې نېټې مراسم به د دغه لیدلوري د عملي کېدو لوی ګام وي، موږ د ITW او TG Sports په وړتیا او مسلکیتوب باور لرو او هیله‌من یو چې دغه لیګ به د افغانستان کرکټ ته نوې دروازې پرانیزي.»

د یادونې ده، د افغانستان غوره لیګ د شل‌اوریزو سیالیو یو ستر سوداګریز لیګ دی چې د افغانستان کرکټ بورډ تر چتر او مدیریت لاندې ترسره کېږي.

د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شو چې پنځو لوبډلو په‌کې ګډون کړې و او په پایلوبه کې د بلخ لیجنډز لوبډلې د کابل ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړي پړاو اتلولي یې خپله کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.