Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له هراته په لومړي ځل اروپا او امریکا ته تزئیني ښیښه‌يي لوښي صادر شول

هرات (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): په هرات کې په لاس جوړ شوي تزئیني ښیښه‌يي لوښي په لومړي ځل اروپا او امریکا ته صادر شول.

په هرات کې د دودیزو ښيښه‌يي لوښو د تولید برخه کې یو پېژندل شوی او باتجربه استاد غلام‌سخي چې څه باندې څلور لسیزې په دې برخه کې فعالیت کوي وایي چې دغه اقدام یې د بهرنیو پېرودونکو د غوښتنې او د بهرنیو بازارونو د مناسب‌والي له امله ترسره کړی دی.

هغه وایي، د هرات دودیز ښيښه‌يي لوښي په نړۍوالو بازارونو کې ځای پیدا کړی او پېرلو ته یې تقاضا هم ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

نوموړی زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې د هرات هنري او تزئیني ښیښه‌يي لوښي په مستقیم ډول اروپا او امریکا ته صادرېږي.

هغه دغه‌راز زیاتوي چې ډېر بهرني پېرېدونکي د کیفیت، د رنګ روڼتیا او د لاسي نقشونو له امله د داسې تزئیني ښيښو غوښتونکي دي.

ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنگ او هنر امر مولوي حمیدالله غیاثي د یاد مطلب په تایید سره وایي چې په یاده محموله کې ۵۰۰ تزئیني ښیښې شاملې دي چې ټوليز ارزښت یې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

مولوي غیاثي دغه‌راز څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه صنعت د پراختیا او د هنرمندانو د ملاتړ لپاره هڅې کوي او وروستي صادرات کولای شي چې په نړۍوالو بازارونو کې د هرات د نورو دودیزو تولیداتو لپاره ځای پيدا کړي.

د هرات د ښيښه‌يي لوښو صنعت د اوږدې مخینې په درلودو سره د دغه ولایت له مهمو لاسي صنایعو شمېرل کېږي او د نړۍ په کچه د افغانستان، په ځانګړي ډول د هرات د فرهنګي او هنري هویت په معرفي کولو کې مهم رول لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.