Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدلي

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي‌ چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره لیدنه کې د افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا هېوادونو نښلولو، د تورغونډۍ – هرات او هرات – کندهار د اوسپنې پټلیو د عملي چارو د پیل په اړه یې خبرې کړې.

د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرق حق‌شناس پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمداسحق صاحب‌زاده د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف او د دغه هېواد له سفیر ګزیز اکباسوف سره په کابل کې لیدلي او دواړو لورو د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

حق‌شناس وایي ‌چې په دې لیدنه کې د افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا هېوادونو نښلولو، د تورغونډۍ – هرات او هرات – کندهار د اوسپنیزو کرښو د عملي چارو د پيل په اړه خبرې وشوې.

د ده په خبره: «همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ د رغونې په تړاو بحثونه ترسره شول، د یادې اوسپنیزې کرښې د پانګونې تفاهم‌لیک څه موده وړاندې د قزاقستان هېواد له لوري د ۵۰۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی و.»

د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړې چې دا مهال د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له خوا د یادې پروژې په تړاو د یوه چارچوبي هوکړه‌لیک پر سر خبرې جریان لري او د هوکړه‌‌لیک له لاسلیک وروسته به یې عملي چارې رسماً پیل شي.

دی وایي، د لیدنې په پای کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ترانسپورټ او اوسپنې پټلۍ وزیرانو او مرستیالانو ترمنځ ناسته ترسره شي، څو د تورغونډۍ – هرات او هرات – کندهار د اوسپنې پټلیو د عملي چارو د پیل او تطبیق څرنګوالی وڅېړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.