میدانښار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): میدانوردګو کې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري لسګونه د موسیقۍ الې او قیلونونه وسوځول شول.
د میدانوردګو د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست د یوې خبرپاڼې په خبرولو ویلي چې دغه ریاست هغه شاوخوا ۱۶۰ د موسیقۍ الې او قیلونونه سوځولي چې له څه مودې راهیسې یې په دغه ولایت کې راټول کړي وو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد وسایل د بېلابېلو سیمو له بازارونو، دوکانونو او اشخاصو راټول شوي وو، چې په کې ۷۰ ډيکونه، ۱۱ MP3، ۲۱ تبلې، ۸ ربابونه، یوه پیانو، ۶ ټیپونه، ۱۵ قیلونونه، دریاوې او نور توکي شامل وو چې ټول شمېر یې ۱۵۸ ته رسېږي.
په میدانوردګو کې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې دغه وسایل د شریعت له اړخه د منکراتو له الاتو شمېرل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP