Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی. توکوموف هم د پولو د امنیت پیاوړتیا، له مخدره توکو سره د مبارزې او رېل‌پټلیو جوړولو برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره لیدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې حقاني د قزاقستان د همکاریو له هڅو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یې ستایلي دي.

سرچينه لیکي، د کورنيو چارو وزیر ویلي، افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمه‌ییزې همکارۍ تمه لري.

قانع زیاته کړې، په دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ، پراخو اړیکو او د رېل‌پټلۍ په څېر د مهمو اقتصادي پروژو له پلي کېدو ملاتړ څرګند کړی دی.

سرچينې ليکلې، توکوموف همداراز د پولو د امنیت د پیاوړتیا، له مخدره توکو سره مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېل‌پټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.