کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به په کویت کې پنځه ورځنۍ تمریني کمپ جوړ کړي.
د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼې کې ویلي چې د دغه فدراسیون د رهبري پلاوی به د هېواد د فوټسال د ملي لوبډلې له تخنیکي او اداري کدر سره په همغږۍ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۸مې تر ۲۳مې په کویت کې پنځه ورځنی تمریني کمپ جوړ کړي.
د یاد فدراسیون په وینا، د دغه تمریني کمپ په جریان کې به د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د کویټ د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه دوستانه لوبې هم ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون څرګنده کړې چې دغه تمریني کمپ د ۲۰۲۶ د اسیا د فوټسال جام سیالیو لپاره د فوټسال ملي لوبغاړو چمتو کېدو په موخه ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې فدراسیون په پلان کې لري څو د ملي لوبډلې د لا غوره چمتووالي لپاره نور تمریني کمپونه هم تنظیم کړي.
د یادونې ده، د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ به د جنوري له ۲۷مې د فبروري تر ۷مې په اندونیزیا کې ترسره شي او په دې سیالیو کې به ۱۶ لوبډلې ګډون ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP